IQNA

 په الاقصی جومات کې د څه دپاسه ۵۰ زره فلسطینیانو په شتون سره د جمعې لمونځ ادا شو.

10:53 - November 30, 2024
د خبر لمبر: 3490232
ایکنا -  د صهیونیسټي رژيم له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره د الاقصی جومات د جمعې لمونځ د څه دپاسه پنځوسو زرو فلسطینیانو په شتون سره  ترسره شو.

ایکنانیوز د صفا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په نیواکي قدس کې او د الاقصی جومات  په شاوخوا کې د وحشی صهیونیسټي رژیم له ډيرو سختو امنیتی تدبیرونو سره سره په لسګونو زره فلسطنیانو په دغه مقدس جومات کې لمونځ قایم کړ.

 د بیت المقدس د اوقافو  ادارې راپور ورکړی، چې  د جمعې لمونځ او د غزې تړانګې،لویدیځي غاړې او د لبنان د شهیدانو د  ارواحو د ثواب لپاره  غیابی لمونځ  څه دپاسه پنځوسو زرو کسانو له خوا ادا شو.

په الاقصی جومات کې د جمعې لمونځ په داسې شرائطو کې ترسره شو چې نیواکګر پوځیان  دالاقصی  حومات  او پخواني ښار په شاوخوا او د ښار په واټونو کې وسپنیز  بریکر او بلاکونه کیښودلي  وو او د لمونځ کونکو  هویّتونه ئې ارزول.

د صهیونیسټي رژيم نیواکګر پوخيانو  د جمعې لمانځه د قایمولو لپاره  الاقصی جومات ته  د  سلګونو ځوانانو د تلو  مخه ونیوله . دوي همداراز یو فلسطینی ځوان  په باب الاسباط  کې  په غزالي چوک کې ونیو او  هغه ئې تر یوه حده شکنجه کړ.

د جمعې لمانځه خطیب شیخ محمد سلیم  د لمانځه په خطبو کې پر عربو او مسلمانو واکوالانو باندې د فلسطین مسئلې ته د بې توجهئ او له لویدیځه د دوي د پيروئ په دلیل  سختې نیوکې وکړې.

شیخ سلیم همداراز پرمسلمانانو باندې هم د اسرائیلو د تیریو د دوام په شرائطو کې چې څه دپاسه یو کال ئې  کیږی، د غزې تړانګې دمظلومو او بې څوکه خلکو سره د مرستو د نه کولو په دلیل سختې نیوکې وکړې.

 هغه ووئيل، ګواکې دغزې لویه غمیزه په مریخ او میاشت کې پيښه شوې ده چې اسلامی هیوادونه ئې نه ویني او د مظلومو فلسطنیانو چغې نه آوري او ورته اهمیّت نه ورکوي.

هغه روښانه کړه،داسې بریښي د اسلامی هیوادونو واکوالان د خپلو جشنوارو  او د فوټبال لوبو په لیدو بوخت دي چې د دوي لپاره  له بیت المقدسه اوالاقصی جوماته او دملت له مسئلو لازیات  ارزښتمنې دي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۳کال په اکتوبر کې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژيم د نسل وژنې د جنګ له پیلیدا وخت راهسې،ددغه وحشي اونیواکګررژیم پوځیانو د الاقصی حومات په دروازو کې او دغه راز د قدس پخواني ښآر  په شاوخوا کې خپل ډیر سخت امنیتی تدبیرونه نوره هم سخت اوزیات کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4251186

captcha